مایک ټایسن یا عبدالعزیز

وحشي ځناور، داړونکی پړانګ، مچۍ، غوږ خوړونکی او... 


مایک تایسن د سوک وهنې د دروند وزن نوم وتی امریکايي مسلمان اتل او تل پاتې څېره.

تایسن په ۱۹۶۶ کال کې د نیویارک په بروکلین کې زېږېدلی دی. په ۱۲ کلنۍ کې د لومړۍ ځل لپاره د پولیسو لاس ته ولوېد. په ۱۹۸۸ کال کې له ښوونځي وشړل شو.


نوموړی په ۱۸٩۵ کال کې د سوک وهنې ډګر ته راغی، تایسن شپږ کاله پرته له ماتې د نړۍ د دروند وزن اتل پاتې شوی دی.

په لارو کوڅو کې دغه لوی شوی ځوان ولې د نړۍ اتل شو؟


شاید یو علت یې دا وي چې دغه ځوان سره له ماشومتوبه بد او ناوړه سلوک شوی دی، هیچا پرې رحم نه دی کړی، هیچا مینه نه ده ورکړې او تل رټل شوی او له ټولنې بېګانه شوی دی، چې نهایت کې ترې یو بېرحمه بنیادم جوړ شو چې په هیچا یې رحم نه کاو، ځکه چې په ده هم چا رحم نه و کړی.

په ۱۹۹۲ کې د شپږو کلونو لپاره زنداني شو، خو کله چې له زندان نه خلاص شوؤ تایسن ډېر بدل شوی و.

خپله ټایسن وايي، چې زندان کې یې مطالعه وکړه اصلاح شو او د اسلام مقدس دین باندې مشرف شو.

تایسن په ۱۹۹۶ کال کې له لاسه ورکړي مقامونه، بېرته خپل کړل او د سوکوهنې د نړیوالې شورا او د سوک وهنې د نړیوالې اتحادیې اتل شو.

تایسن هغه څوک دی چې رقیبان به یې له تش نوم نه رپېدل. تایسن به ویل ( غواړم سپورټ وکړم او د سوک وهنې له لارې خپل ځواک خلکو ته ښکاره کړم)


تایسن چې له کور نه زندان کې ډېر اوسېدلی دی، د ازادۍ په هکله وايي ( کله چې کم خرڅه یم ازاد یم، کله کله د (سکي) خوله په سروم، زړې جامې اغوندم، ښار او کوڅو کې ګرځم، ازادي په دې مانا ده چې هیچا او هېڅ ځای پورې تړلې ونه اوسې.

هغه وايي ( د سوک وهنې پر مهال مې زړه غواړي چې د خپل رقیب زړه وباسم او خلکو ته یې ښکاره کړم، کله چي رقیب تپی کوم ملګري مې خوشالیږي.

تایسن وايی: زه یو ویاړلی احمق یم، یو لیونی، زه د ساعت تېرۍ لپاره دې نړۍ ته راغلی یم، د همدې لپاره سوکوهنې ته راغلم، ځکه چې ما له سوکوهنې نه د ساعت تېري لپاره ګټه اخیسته.

کله چې تایسن ته د خپل تېر ژوند په هکله خبرې کوي، ترخه مسکا کوي، یو ځل یې خبریالانو ته وویل ( زر بوډا شوم خو په ځنډ هوښیار)

محمد علي کلي د ټایسن په هکله وايي ( که تایسن زما په دوران کې وای، ډاډه یم چې په اول رونډ کې یې ماته راکوله.

تایسن خپلو ډېرو لوبو کې خپل رقیبان نک اوټ کړي دي.

تایسن په شل کلنۍ کې د دروند زون تر ټولو کم عمره اتل پاتې شوی دی.

ټایسن په ۴۴ کلنۍ کې د حج مراسمو ته ولاړ.

تایسن په ۲۰۰۶ کال کې له سوکوهنې استعفا وکړه خو کارنامې به یې تل د خلکو په ذهن کې ثبت وي.


 آرش ننګیال


  • 20 تله 1399